کابل ته د عمران خان سفر؛ ایا د دواړو هېوادونو په اړېکو کې به بدلون راشي؟


د پاکستان لومړی وزير، عمران خان د یو پلاوي په ملتيا نن افغانستان ته راغلی.

افغان چارواکي وايي، د دې سفر په جریان کې به د پاکستان صدراعظم له افغان چارواکو سره د افغان سولې بهیر، امنیتي، سیاسي، تجارتي او اقتصادي همکاریو پراختیا په اړه خبرې، بحثونه او توافقات وکړي.

پاکستاني مطبوعات وايي، عمران خان سره په دې سفر کې یو لوی سوداګریز پلاوی هم دی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړېکو پر پراختیا به کار وکړي.

دا چې افغانستان ته د پاکستان صدراعظم عمران خان سفر به د دواړو هېوادونو پر اړېکو، سوداګري او د افغانستان پر امنیتي وضعیت څومره اغېز وکړي د چارو شنونکي یې په اړه بیلابیل نظریات لري.

د چارو یو شمېر کارپوهان، کابل ته د عمران خان سفر د دواړو هېوادونو د اړېکو د عارضي ښه والي لپاره بد نه ګڼي؛ خو وايي، په امنیتي وضعیت به ځانګړی اغېز ونه لري.

د چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، د پاکستان سیاست او امنیتي پالیسۍ واک د پوځ تر واک لاندې مخ ته ځي، چې د سیاسیونو رفت و امد به یې د تل په شان یو تشریفاتي او نمایشي وي.

د اقتصادي چارو یو شمېر څېړونکي بیا عمران خان سره په سفر کې د سوداګریز پلاوي شتون په ښه نیت نیسي او وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ را کمه شوې سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه هېوادونه هڅې وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه بهاءالله بهار وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ وړاندې د کال درې ملیارډ ډالر سوداګري کېدله؛ خو اوس دا شمېره اووه سوه مېلیونو ته را ټیټه شوې ده.

نوموړی زیاتوي: (( په اقتصادي اړخ به یې اغېز دا وي، چې افغان سوداګرو او د کوزې پښتونخوا سوداګرو او ولسونو ته به یې ګټه رسیږي.))

ټولنیزو رسنیو کې هم افغانان د عمران خان د سفر په اړه بیلابیل نظریات وړاندي کړي دي.

یو شمېر افغانانو په فیسبوک او ټوېټر د عمران خان سفر بې ګټې بللی او ویلي يې دي، چې عمران خان یو بې واکه شخص دی او د پوځ له اجازې پرته څه نشي کولی.

د حیران خان په نوم یو تن فیسبوک کاروونکي لیکلي، چې عمران خان ته باید دومره تشریفات ورنکړل شي؛ ځکه د دښمن هېواد د مشر په توګه راځي او باید هماغسې چلند ورسره وشي.

افغان حکومت تل پاکستان د افغانستان ضد وسله والو ډلو ته پناه ورکولو او ملاتړ تورن کړی او همدا راز یادونه یې کړی، چې پاکستان افغانستان سره اقتصادي چارې له سیاست سره سم مخ ته وړي، چې تاوان یې افغان سوداګرو ته رسیږي.

  • 29 لړم 1399